د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جيانګ شي ولايت د ژوی جين ښار د چين د کمونېست ګوند د زړې انقلابي سيمې په توګه د دې ګوند د برياليتوبونو په اړه ډېرې سرچينې لري.
د ۲۰۱۲ کال په جون مياشت کې د چين دولتي شورا د جيانګ شي ولايت د جنوبي سيمې په شمول له ځينو ځايونو څخه د ملاتړ په اړه څو نظرونه خپاره کړل او پکې يې په څرګنده توګه غوښتنه وکړه چې بايد د ژوی جين ښار د کلتور او سيلانۍ له چارو څخه ملاتړ وشي. اوس د دې ښار او شاوخوا اطرافي کليو ترمنځ سړکونه جوړ شوي او په دغو کليو کې د کليوالو کورونه ترميم شول. کليوالو کورني هوټلونه جوړ کړي او هر وخت چمتو دي چې د سيلانيانو هرکلی وکړي.
د مالوماتو له مخې، تېر کال د ژوی جين ښار سيلانيز عايدات له ۷ مليارډو يوانو څخه اوښتي چې په دې ښار کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره يې مهم رول لوبولی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |