د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د مې په ۹مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې پر يو کمربند او يوې لارې نيوکې ته ځواب ورکړ چې نړيوال په دې پوهېږي چې څوک شر جوړونکی او څوک جدي ابادونکی دی.
د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو د مې په ۸مه نېټه له بريټانيا څخه د ليدنې په ترڅ کې ويلی و چې د چين لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د مختلفو هېوادونو حاکميتونو ته زيان رسوي او امريکا له بريټانيا څخه غوښتنه کوي چې ياد وړانديز ته دې متوجه کړي او ورسره دې مخالفت وکړي. ښاغلي کنګ شوانګ وويل، د ۱۵۰ هېوادونو او ۹۲ نړيوالو سازمانونو کابو ۶۰۰۰ تنو استازو د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم فورم کې ګډون کړی و. نړيوالې ټولنې د خپلو عملونو له لارې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پلوي او ملاتړ څرګند کړی دی چې دا د امريکا نيوکې ته ښه ځواب ورکوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |