د کاناډا د وينکاوير ښار پر وخت د مې په اتمه نېټه د دغه هېواد د بريټيش کولومبيا ايالت په عالي محکمه کې امريکا ته د (هوا وې) شرکت د لومړۍ مالي مشرې منګ وان جوه د سپارلو د قضيې په اړه د ګواهي اوريدلو يوه ناسته تر سره شوه. د منګ وان جوه د مدافع وکيلانو هئيت په دغه ناسته کې دې ته اشاره وکړه چې امريکا خپل هېواد ته د منګ وان جوه د سپارلو غوښتنه بې دليله ده او د کاناډا لخوا د منګ وان جوه د نيولو عمل ناقانونه دی.
د منګ وان جوه مدافع وکيلانو وويل، چې د دغې قضيې په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبرو څخه څرګندېږي چې دا يوه سياسي قضيه ده.
(هوا وې) شرکت د دغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې (هوا وې) شرکت پر دې باور لري چې آغلې منګ وان جوه بې ګناه ده. موږ دا نظر لرو چې د منګ وان جوه د نيولو په اړه د امريکا حکم ناقانونه دی او له قانوني مرحلې څخه سرغړونه ده. د دغې قضيې تر شا سياسي عوامل شته او قانوني اساس نه لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |