CRI Online

شي جين پينګ به د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ په کنفرانس کې برخه واخلي او يوه وينا به وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 18:27:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تبليغاتي څانګې مرستيال مشر او د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر عمومي مدير شيو لين د مې په ۹مه نېټه د دغه دفتر په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس به د مې په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دغه کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې برخه واخلي او يوه وينا به وکړي. له دې وروسته به هغه په اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي.

د معلوماتو له مخې، د ياد کنفرانس سرليک د اسيايي هېوادونو ترمنخ د تمدنونو تبادله، يو له بل څخه زده کړه او د ګډ برخليک ټولنه ده. دغه کنفرانس به د پرانيستونکو مراسمو، فرعي فورمونو، د اسيايي فرهنګونو د فېسټيوال او د اسيايي تمدنونو د اوونۍ په شمول پر څلورو برخو وويشل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای