د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د مې په ۹ مه نېټه د چين او امريکا تر منځ اقتصادي او سوداګريزې مسئلې په اړه غبرګون وښود او زياته يې کړه چې چين له دې سره مخالفت کوي چې امريکا په يو اړخېز توګه ګمرکي تعرفې زياتې کړې.
نوموړي وويل چې هېڅوک به په سوداګريزو جګړو کې بريالی نه شي او دا د چين، امريکا او نړۍ له ګټو سره سمون نه خوري. هيله ده چې امريکا له چين سره يو لور ته تګ وکړي او د ديالوګ له لارې مسئلې حل شي او يو اړخېز تدبيرونه و نه نيسي. دواړه هېوادونه بايد د متقابل درناوي او مساواتو پر بنسټ د ګډو ګټو د ساتلو لپاره تړون لاسليک کړي. په عين وخت کې چين بشپړ چمتو دی او باور لري چې خپل قانوني ګټې وساتي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |