د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړی، د دولتي شورا د صدراعظم مرستیال او د چین او امریکا ترمنځ د هراړخیز اقتصادي دیالوګ لپاره د چیني خوا مشر لیو هه د روانې میاشتې په ۹ مه نیټه د اقتصاد او تجارت د ۱۱ مې لوړپورې مشورې لپاره امریکا ته ورسید.
هغه له رسیدو وروسته خبري رسنیو ته وویل چې زه په صادقانه نیت سره راغلی یم او هیله من یم چې په دې ځانګړي حالت کې په عقلي او بې ریا ډول له امریکا سره د نظریو تبادله وکړم. چین په دې نظر دی چې د ګمرکي تعرفې لوړول د ستونزو د حل لار نه ده چې د چین، امریکا او نړۍ لپاره ګټور نه دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |