CRI Online

د کوريا جمهوريت پوځ : د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت توغندي وتوغول

cri     (GMT+08:00) 2019-05-10 09:17:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د درستيزانو ادارې د مې په ۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د همدې ورځې په ماسپښين دوه د لنډواټن ويشتونکي توغندي وتوغول.

په دې اعلاميه کې راغلي، ديموکراتيکې کوريا پر ځايي وخت د ماسپښين په څلورو بجو ۲۹ دقيقو او څلورو بجو ۴۹ دقيقو له پيونګنپوک - دو سيمې څخه ختيځې خوا ته دوه توغندي وتوغول او د الوتنې واټنونه يې ۴۲۰ کيلومتره او ۲۷۰ کيلومتره وو، ښايي دا د لنډ واټن توغندي وي. اوس د کوريا جمهوريت او امريکا اړوند ارګان د دې پېښې په څېړنه بوخت دی.

د کوريا جمهوريت چيون وا دای په همدې ورځ د ديموکراتيکې کوريا د دغه عمل په اړه انديښنه څرګنده کړه، د چيون وا دای وياند وويل، د ديموکراتيکې کوريا دغه عمل د کوريا ټاپووزمې د اړيکو د ښه والي او د ترينګلي وضعيت د ارامولو لپاره ګټور نه دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای