CRI Online

اروپايي ټولنې، بريتانيا، فرانسې او المان له ايران څخه وغوښتل چې د ذروي تړون پلی کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-10 10:18:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو لوړ پوړې استازې فدريکا موغيريني او د بريتانيا، فرانسې او المان د بهرنيو چارو وزيرانو د مې په ۹ مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له ايران څخه ټينګه غوښتنه وکړه چې د پخوا په شان د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون بشپړ پلی کړي او و يې ويل چې نور شديد تدبېرونه به و نه نيسي.

په دې اعلاميې کې راغلي چې څلورو خواوو دې ته پام کړی چې ايران د روانې مياشتې په ۸ مه نېټه د ايران د ذروي تړون په اړه يوه اعلاميه خپره کړې ده. څلور خواوې به په پوره توګه دغه تړون وساتي او پلی به يې کړي، هيله ده چې ايران هم په متداومه توګه ياد تړون پلی کړي. په عين وخت کې اروپايي ټولنه به تر وسې کوښښونه وکړي چې له ايران سره قانوني سوداګرۍ ته دوام ورکړي. همدارنګه په دې اعلاميې کې راغلي چې هغه هېوادونه دې تدبېرونه و نه نيسې چې د ايران د ذروي تړون په چوکاټ کې شامل نه دي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د مې په اتمه نېټه اعلان وکړ چې ايران به د ايران د ذروي تړون د ځېنو مادو له پلي کولو څخه لاس واخلي او پر بهرنيو هېوادونو به درنې اوبه او غني شوي يورانيوم ونه پلوري. ايران هيله لري چې په راتلونکو شپيتو ورځو کې د دغه تړون په چوکاټ کې له نورو خواوو سره د ايران پر حقوقو بحث وکړي، که د ايران اړتياوې پوره نه شي، ايران به د يورانيومو د غني کولو په برخه کې د خپلو کړنو ځېنې محدوديتونه لغوه کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای