د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ خبري سيکريټرې سارا سندرز د مې په ۹مه نېټه وويل چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دفاع وزير په توګه پاتريک شنهان رسمي کانديد کړي. نوموړي د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د دې هېواد د دفاع سرپرست وزير په توګه دنده پر غاړه واخيستله.
سندرز په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، پاتريک شنهان په تېرو څو مياشتو کې خپله دنده ښه ترسره کړې او د ده له دندې څخه مالومېږي چې نوموړی د دفاع وزارت د لارښوونې پوره توان لري. ټرمپ پلان لري چې د دفاع وزير په توګه يې کانديد کړي.
۵۶ کلن شنهان ډېر کاله په بوينګ شرکت کې کار کړی. د مالوماتو له مخې، هغه د امريکا د فضاپيما پوځ د جوړولو پلان يو عمده ملاتړکوونکی دی او د ټرمپ حکومت لخوا د امريکا د دولتي خونديتوب ستراتيژۍ په اړه د نوي راپور د جوړولو په بهير کې يې مهم رول لوبولی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |