CRI Online

په دوحه کې د طالبانو او امريکا د خبرو اترو شپږم پړاو پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2019-05-10 10:41:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو د مې په ۹مه نېټه پای ته ورسېد.

تر خبرو اترو وروسته، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې د خبرو اترو په دغه پړاو کې د راتلونکي پړاو خبرو اترو د تړون د مسودې د ځينو محتوياتو په اړه برياليتوب تر لاسه شوی دی. دواړه خواوې به خپلو مشرانو ته د اړوندو مالوماتو تر ور کولو او داخلي سلامشورو وروسته د خبرو اترو راتلونکی پړاو پيل کړي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت مخکې ويلي و چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو دغه پړاو د روانې مياشتې په ۲مه نېټه پيل شو او دواړه خواوې به له افغانستان څخه د بهرنيو پوځونو د وتلو، د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل، بين الافغاني خبرې پيلېدل او په دې هېواد کې د هراړخيز اوربند د عملي کېدو په هکله خبرې اترې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای