د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوهم وارداتي نړيوال نندارتون د برخوالو سوداګرو د ټولنې غونډه د مې په ۹مه نېټه ترسره شوه. په دې غونډه کې خبر ورکول شو چې د چين د دوهم وارداتي نړيوال نندارتون د تصديو نندارې د جلبولو کار نږدې پای ته په رسېدو دی او د سږني کار سرعت د تېر کال په نسبت ډېر ګړندی و او تر اوسه يې څه باندې ۲۵۰ لوی نړيوال شرکتونه جلب کړي دي.
د مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې، د چين د وارداتي نړيوال نندارتون د برخوالو سوداګرو ټولنه ۶۸ غړي لري او د نندارې ځايونو پراخوالی يې نږدې پنځوس زرو مترومربع ته رسېږي. د دې ټولنې د رئيسه تصدۍ په توګه General Electric شرکت هيله وښودله چې په راتلونکي کې به په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره له نورو زياتو تصديو سره مرسته وکړي او د دې ټولنې د رول په لوبولو سره به د نندارې د ترتيباتو په برخه کې لا ښه کارونه ترسره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |