امريکا د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د چيني صادراتو ګمرکي تعرفه له لس سلنې څخه پنځه ويشت سلنې ته زياته کړې، چين د مې په لسمه نېټه د امريکا د يادې کړنې په اړه افسوس څرګند کړ او و يې ويل چې چين به هم اړ شي چې لازم ځوابي تدبيرونه ونيسي.
په دې اعلاميه کې راغلي، د چين او امريکا د اقتصاد او سوداګرۍ لوړپوړې سلامشوره اوس په واشنګټن کې روانه ده. چين هيله لري چې امريکا له چين سره پر يو لوري روان وي او د همکارۍ او مشورو له لارې اوسني موضوعات ليرې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |