د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين په ښارونو کې د اوبو د سپمولو اوونيز فعاليت به د مې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې تر سره شي. دغه اوونيز فعاليت د اوبو په سپمولو سهر د ښار جوړونې او د دوامدار پرمختګ هڅونې تر مطلب لاندې تر سره کېږي. د دې فعاليت په جريان کې، د هېواد د بېلا بېلو ښارونو په هستوګنځيونو، ښوونځيو، عامو تاسيساتو، شرکتونو، د نل اوبو او د ککړ شويو اوبو په فابريکو کې به ډول ډول تبليعاتي فعاليتونه تر سره شي.
د کورونو او د ښارګوټيو د ابادې وزارت اړوند چارواکي وويل، د چين په ښارونو کې د اوبو د سپما کلنې اندازه ۶ مليارډو او ۵۰۰ مليونو متره مکعب ته رسېدلې چې دا د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۶۲ سلنه زياتوالی ښيي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |