د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاتريک شنهان د مې په ۹مه نېټه وويل امريکا پر دې ټينګار کوي چې د ډيپلوماتيکې لارې په وسيله د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت سره اړونده مسئله حل کړي.
نوموړي په همدې ورځ خبريالانو ته وويل، هغه مالومات لري چې ديموکراتيکې کوريا کوم ډول توغندي توغولي، خو امريکا به اړوند مالومات خپاره نه کړي. امريکا به له ديموکراتيکې کوريا سره پر ديپلوماتيکو اړيکو ټينګار وکړي او په دوامداره توګه به د دفاع رويه غوره کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په واشنګټن کې د جاپان د کابينې له سرمنشي يويشهيدي سوګا سره وکتل. دواړو خواوو دا تاييده کړه چې له ديموکراتيکې کوريا څخه د ذروي وسلو د پاکوالو لپاره به کوښښونه وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |