CRI Online

په بېجينګ کې د برنډ مارکونو د ځواک ستراتيژيکه ټولنه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-10 15:48:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د مې په لسمه نېټه د چين د برنډ مارکونو په ابادۍ کې د دريو بدلونونو په هکله د رئيس شي جين پينګ د مهمې وينا د پنځمې کاليزې پر مهال د چين د ميډيا ګروپ په کوربتوب د زرو اورګانونو په ګډون د برنډ مارکونو د ځواک ستراتيژيکه ټولنه په بېجينګ کې جوړه شوه او په همدې ورځ د چين د مارکونو د ځواک درانه مراسم پيل شول.

دغه ټولنه چې د چین د میډیا ګروپ په بلنه جوړه شوې، د بېلا بېلو وزارتونو او دولتي کميټو، ځايي حکومتونو، مارک لرونکو تصديو،پوهنتونونو، علمي څېړنيزو ارګانونو، صنعتي ټولنو او د کارپوهانو په شمول ۱۲۰۰ غړي لري.غړو اورګانونو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ياده ټولنه به د بېلا بېلو ټولنيزو ځواکونو د راټولولو له لارې د اړوندو تصديو په باکيفيته پرمختګ کې د مارکونو رول ولوبوي او د مارکونو ځواک د ستراتيژۍ د پلي کولو لپاره به هڅې وکړي تر څو په ښکلي ژوند کې د خلکو اړتياوې پوره شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای