CRI Online

د ګمرکي تعرفو زیاتوالی د دواړو خواوو ګټې زیانمنوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-10 16:42:29
د ګمرکي تعرفو زیاتوالی د دواړو خواوو ګټې زیانمنوي

د وانشنګتن پر وخت د روانې میاشتې د ۱۰ مې نیټې له پیل څخه به امریکا ته د چین پر تولیداتو ګمرکي تعرفې له ۱۰ سلنه څخه ۲۵ سلنه ته لوړې شي. چین د بیجینګ پر وخت د همدې ورځې په ۱۲ بجو ۳ دقیقو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې اړ دی چې لازم ځوابي تدبیرونه ونیسي.

د چین او امریکا ترمنځ د تجارتي جګړې شدت د افسوس وړ دی او د دې کار عامل امریکا ده. امریکا د چین پرصادقانه چلند سترګې پټوي او یوازې د امریکا د لومړیتوب په پام کې نیولو سره یې له حده ډیرې غوښتنې کړې او پر چین یی زیات فشار لګولی دی چې دا کار د متقابل درناوی او ګډو ګټو له اصل څخه سرغړونه ده.

سلامشوره له دواړو خواوو سره تړاو لري. چین په خپلو عملونو کې ډیر صادقت څرګند کړی او ډیرې هلې ځلې یې ترسره کړي دي نو امریکا باید له چین سره په یو طرف قدم پورته کړي. امریکا باید ځان د چین په اصل او دریځ پوه کړي چې چین تجارتي جګړه نه غواړي خو له دې جګړې څخه ویره هم نه کوي. چین غواړي د تجارتي توپیرونو د حل لپاره د همکارۍ تدبیرونه غوره کړي خو اصل یې دا دی چې د چین ملي کلیدي ګټې او د خلکو اصلي ګټې زیانمنې نه شي.

د امریکا ناوړه عمل نه یوازی د چین او امریکا ګټو بلکې نړیوالو ګټو ته زیان رسوي چې د امریکایانو په ګډون د نړیوالو له مخالفت سره مخامخ شوی دی. د امریکا د سوداګرۍ ټولنې مشر توماس دونوهوی په څرګنده توګه د ګمرکي تعرفې له تجارتي جګړې سره مخالفت وښود او ویې ویل چې د ګمرکي تعرفو د زیاتېدو بیه د امریکا ولس او تصدۍ ورکوي، نه بهرنیان.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای