CRI Online

چين او جاپان د سمندري چارو په هکله د يوولسمې دورې جګ پوړې سلامشورې تر سره کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-11 16:04:07

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د سمندري چارو په هکله د چين او جاپان تر منځ د يوولسمې دورې جګ پوړې سلامشورې د مې له ۱۰مې نيټې څخه تر ۱۱مې نيټې پورې د جاپان د هوکايدو په وتارو ښار کې تر سره شوې. د چين د بهرنيو چارو وزارت د مرکزي کميټې د ديپلوماتيکو چارو دفتر، د دفاع وزارت په شمول د اړوندو څانګو او د جاپان د بهرنيو چارو وزارت، د کابينې دفتر، د سرچينو او انرژيو ادارې په شمول د اړوندو څانګو مسئولينو او کارکوونکو په دغو سلامشورو کې ګډون کړی و.

دواړو خواوو د سلامشورو د ميکانيزم ټوليزه غونډه او تر دې ميکانيزم لاندې د سياست او قوانينو، د سمندري دفاعي چارو، په سمندر کې د قانوني ادارې او امنيت او د سمندري اقتصاد په ګډون د څلورو کاري ګروپونو غونډې تر سره کړې چې د ختيځ سمندرګي په هکله يې د نظريو تبادله وکړه او په سمندري چارو کې د خپلمنځي همکارۍ په باب يې بحثونه وکړل.

ژباړونکې:ډېوه 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای