CRI Online

د م م سرمنشي: په سوداګريز اصطکاک کې ګټې اخيستونکي نه شته او څو اړخيزې تجارتي همکارۍ ډېرې مهمې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-11 16:10:17

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د مې په لسمه نېټه د سوداګرۍ نړيوال سازمان د عمومي شورا په ځانګړې غونډه کې وويل، په سوداګريز اصطکاک کې ګټې اخيستونکي نه شته او د څو اړخيزو خبرو اترو او همکاريو په وسيله د سوداګريز اصطکاک حلول ډېر مهم دي. د دغه سازمان عمومي مدير روبيرټو ازيويدو وويل، دغه سازمان اوس د ځان د اصلاحاتو په وسيله د نوښت او د سوداګرۍ د څو قطبيزې غوښتنې هڅونه کوي چې په نړيوال تجارت کې ګډ اصول د ټولو هېوادونو لپاره ګټور دي.

د م م سرمنشي ګوټريس د مې په ۱۰مه نېټه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له عمومي مقر څخه کتنه وکړه او د کتنې په ترڅ کې يې وويل، د نړيوال کيدو بهير له سختو ننګونو سره مخامخ دي او سوداګريز اصطکاک په تېر يو کال کې زيات شوی. دغه اصطکاک د نړيوال تجارت پرمختيا او د اصولو پر بنسټ د سوداګرۍ د څو اړخيز سيستم بنسټونو ته ګواښونه رسولي او رسوي يې.

هغه وويل، نړيوال کېدل اقتصادي پرمختيا ته ستر فرصتونه رسولي دي. اکثرو پرمختيايي هېوادونو په نړيوال اقتصاد کې د ګډون له لارې د خپل اقتصاد چټک پرمختياوې رامنځته کړې او له پرمختلليو هېوادونو سره يې فاصلې کمې کړې دي، دغه راز په دغو هېوادونو کې په مليارډونو نفوس توانېدلی چې له ډېرې بې وزلۍ څخه ځان وژغوري .

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای