CRI Online

انګيلا ميرکيل، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د هامبورګر بندر په پرمختيا کې څرګند رول لري

cri     (GMT+08:00) 2019-05-11 16:13:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل څه موده مخکې له هامبورګر بندر څخه د کتنې په وخت کې وويل، په دغه بندر کې د سمندر او اوسپنيزو لارو په وسيله د مالونو ليږد راليږد چارو د پرمختيا تمايل قوي شوی چې پکې د چين رول ډېر مهم دی. هغې وويل، يوازې د پرانېستې سوداګرۍ د سمندر په وسيله د مالونو د ليږد راليږد چارو په شمول د دغه هېواد د اقتصاد د دايمي پرمختيا تأمينېدلی شي.

نوموړې وويل، په هامبورګر ښار کې د جرمني تر ټولو لوی هراړخيز بندر شتون لري او دغه بندر د چين د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې يو مهم تم ځای دی. د دواړو خواوو تر منځ د سوداګريز تګ راتګ ښه حالت د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د عدالت او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو يوه واقعي بيلګه ده.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای