CRI Online

د چین او امریکا ترمنځ د تجارتي اصطکاک د حل لپاره کليدي مسئله د دواړو خواوو له جوړجاړي سره تړاو لري

cri     (GMT+08:00) 2019-05-11 16:16:37
د چین او امریکا ترمنځ د تجارتي اصطکاک د حل لپاره کليدي مسئله د دواړو خواوو له جوړجاړي سره تړاو لري

د چین او امریکا ترمنځ د اقتصاد او تجارت د لوړپوړې مشورې ۱۱ پړاو د روانې میاشتې په ۱۰ نیټه په واشنګتن کې پای ته ورسید. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي، د دولتي شورا د صدراعظم مرستیال او د چین او امریکا ترمنځ د اقتصاد د هراړخیز دیالوګ لپاره د چیني خوا مشر لیو هه له یادې مشورې وروسته خبري رسنیو ته وویل چې دواړو خواوو ښه تبادله او همکارۍ کړې دي او خبرې اترې ماتې نه وې. د دواړو هیوادونو په خبرو اترو کې وړوکي معضلات ډیر لیدل کیږي او چین د دغې مشورې د راتلونکي په اړه محتاطه خوشبیني لري. د خبر له مخې دواړه خواوې به په راتلونکي په بیجینګ کې دغو سلامشورو او تبادلو ته دوام ورکړي.

دغه ځل امریکا پر چین نیوکه وکړه چې چین غواړي د تړون د ځینو محتویاتو په اړه بیا له سره خبرې اترې وکړي. دا چې امریکا د خبرو اترو د دغه پړاو د ناکامۍ پړه پر چین واچوله، عادلانه نه ده.

لومړی، هرې خبرې اترې د توپیرونو د لیری کولو او د ګډو موافقو د ترلاسه کولو لپاره د نظریو د تبادلو بهیر دی. دا عادي ده چې دواړه خواوې محتلف نظریات لري او د تړون له رامنځته کولو مخکې کومه خوا بدلونونه لري. دوهم، امریکا پر چین نیوکه وکړه چې چیني خوا شا ته ګام پورته کړی او غیرباوري او پر ژمنو ولاړ نه دی. تر اوسه پورې د چین کومه ژمنه یوازې د امریکا خودسرانه خبره ده.

چین په اقتصادي او تجارتي مشوره کې خپلې کلیدي ګټې لري او د اصولو په اړه به شا ته هیڅ ګام وانخلي. اول باید د دوه اړخیز تجارت د عادي کیدو لپاره ټولې لوړې شوې ګمرکي تعرفې لغوه شي. د تولیداتو اخیستنې په اړه امریکا وار وار له چین څخه د وارداتو د پراخوالي غوښتنه وکړه حتی غواړي چین د اخیستنې اندازې ژمنه وکړي. مګر چین د خپلو خلکو د ښه ژوند د اړتیاوو او اقتصاد د ښه پرمختګ د ضرورت سره سم واردات پراخوي. تجارتي اخیستنه باید له واقعیت سره سمون ولري او باید نړۍ ته دې خلاصه شي. چینایان د خپلې خوښۍ سره سم شیان اخلي او جبري پلورنه او اخیستنه نه مني. د دې ترڅنګ د تړون په متن کې به باید د امریکا او چین د دواړو خواوو غوښتنې وشامل شي چې د تړون مساوات څرګند شي.

د پام وړ دا ده چې که څه هم چین او امریکا د کلیدي مسئلو په اړه توپیرونه لري خو په دې نظر دي چې د نظرونو تبادله وساتي. له بیلابیلو معضلاتو وروسته دواړه خواوې د متقابلې خوا په وروستۍ کرښه او اصولو ښه پوهیږي او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل ټینګ نیت لري. ځکه چې اقتصادي او تجارتي همکارۍ د چین او امریکا د اړیکو عمده اتکا او خوځنده قوت دی او دواړه خواوې ترې ګټې ترلاسه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای