CRI Online

د چين ميډيا ګروپ (( اسيا، د تمدن رڼا )) HD مستند فلمونه خپروي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-11 20:09:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيايي تمدنونو د ديالوګ کنفرانس به ژر پرانيستل شي. د چين ميډيا ګروپ د دې کنفرانس لپاره يو شمېر HD مستند فلمونه جوړ کړي، چې عمومي نوم يې (( اسيا، د تمدن رڼا )) دی. دغه مستند فلمونه په دريو برخو وېشل کېږي، چې بشري تاريخ د پرمختګ له لحاظه د اسيايي تمدنونو د پرمختګ بهير او د نړۍ په تاريخ کې د اسيا لرغونی او جامع کلتورونه څرګند کوي.

د چين ميډيا ګروپ د جوړولو ډلې د دې مستندو فلمونو لپاره د اسيا ۲۲ هېوادونو او سيمو ته تللې او ويډيوګانې يې اخيستې دي. له دې امله په دې فلم کې ۴۷ هېوادونه او سيمې شتون لري.

د (( اسيا، د تمدن رڼا )) درې برخې، چې نومونه يې (( د تمدن رنګينې پاڼې ))، (( دود او نوښت )) او (( تبادله او متقابلې زده کړې )) دي، د مې له ۱۲مې نېټې څخه به يو په بل پسې د چين ميډيا ګروپ په CCTV1 چينل، د چيني ژبې نړيوال چينل، د CGTN انګليسي او عربي چينلونو او په نورو رسنيو کې خپاره شي، څو چې د مې په ۱۵مه نېټه د اسيايي تمدنونو ديالوګ کنفرانس ته ډالۍ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای