د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين ميډيا ګروپ لخوا جوړ شوي د دريو موضوع ګانو په اړه HD مستند فلمونه، چې عمومي نوم يې ((اسيا، د تمدن رڼا)) دی، د مې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې خپاره شي. دغه فلمونه د بشري تاريخ د پرمختګ په نظر د اسيايي تمدنونو د پرمختګ بهير او د نړۍ په تاريخ کې د اسيا لرغوني او جامع کلتورونه څرګندوي.
د CCTV اړوند مسوول په ۱۱مه نېټه بېجينګ کې وويل، په يادو فلمونو کې د اسيايي تمدن د رامنځته کېدو، جوړېدو، ابادۍ، تبادلو او پر نورو د اغېزولو بهير يې څرګندېږي. د ويتنام (او دای)، د کمبوديا (انګکوی وات)، د اردن (پيترا لرغونی ښارګوټی)، د مالديو سمندري محيط او داسې نور تمدنونه او د اسيا د لرغونو خلکو د کوښښونو کيسې هم پکې شاملې دي.
د معلوماتو له مخې، دغه مستند فلمونه د اسيا په ۲۲ هېوادونو او سيمو کې اخيستل شوي دي. چيني تمدن، لرغونی هندي تمدن، لرغونی ميسوپوتاميا تمدن او د اسيا د بېلابېلو هېوادونو او سيمو تاريخي نښې او د تمدن نوښتونه هم په دې مستند فلمونو کې شاملې دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |