CRI Online

ليو هه: همکارۍ د چين او امريکا په تجارتي اړيکو کې يوازينۍ سمه ټاکنه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-05-12 16:23:33

د سين هوااژانس د خبر له مخې، په اقتصادي او تجارتي چارو کې د چين او امريکا تر منځ د يوولسمې دورې جګ پوړې سلامشورې د مې له ۹مې نيټې څخه تر ۱۰مې نيټې پورې په واشنګتن کې تر سره شوې. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، د صدراعظم مرستيال، د چين او امريکا تر منځ د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو په هکله چيني لارښوونکي ليو هه له سلامشورو وروسته خبري رسنيو ته ويلي، د چين او امريکا اړيکې ډېرې مهمې دي، تجارتي اړيکې په دغو ذات البيني اړيکو کې بنسټ دی او پرمخبيوونکی رول لري چې نه يوازې د دواړو هېوادونو د اړيکو بلکې د نړۍ په سولې او سمسورتيا سره اړه لري. همکارۍ د دواړو خواوو يوازينۍ سمه ټاکنه ده، خو همکارۍ بايد د اصولو پر بنسټ ټينګې شي، چين به د مهمواصلي مسئلو په وړاندې سازش ونه کړي.

ليو هه وويل، چين په رښتينې توګه په واشنګتن کې له امريکا سره صدقانه او رغنده خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د سلامشورو له دوام سره موافقه کړې ده. چين د امريکا لخوا د ګمرکي مالياتو د زياتېدو له عمل سره ټينګ مخالفت کوي چې دا د چين، امريکا حتی ټولې نړۍ لپاره ګټور کار نه دی، چين به هم اړ وي چې د دغه عمل په وړاندې اړين تدابير غوره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای