د هند خبري رسنيو د مې په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا د بوينګ شرکت د AH-64E په شکل د اپاچي په نوم لومړۍ جنګي چورلکه د هند هوايي پوځ ته ورکړه. دا د هند لخوا له امريکا څخه د اپاچي په نوم د ۲۲ جنګي چورلکو د اخيستلو په هکله د تړون له لاسليکېدو وروسته تر لاسه شوې لومړۍ الوتکه ده.
د هند هوايي پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا تصديق کړې چې دغه چورلکه د مې په لسمه نېټه د امريکا د اريزونا په ايالت کې د بوينګ شرکت په توليدي اډه کې په رسمي توګه د هند هوايي پوځ ته سپارل شوې ده.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |