CRI Online

د امریکا مشهور کارپوه په خپله یوه لیکنه کې څرګنده کړه امریکا باید پر هوا وۍ بندیز و نه لګوي بلکې هرکلی یې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-12 18:50:52
د امریکا مشهور کارپوه په خپله یوه لیکنه کې څرګنده کړه امریکا باید پر هوا وۍ بندیز و نه لګوي بلکې هرکلی یې وکړي

د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې، د امریکا د مساچوسیت ایالت د تکنالوژۍ انستیتیوټ د میډیا لابراتوار بنسټ ایښودونکي نیکولاس نیګروپونتي څو ورځې مخکې په خپله یوه لیکنه کې داسې لیکلي چې مخابراتي تګلاره باید د عیني معیار سره سم جوړه شي او نه جغرافیایي سیاست. نو امریکا باید پرهواوۍ شرکت بندیز و نه لګوي بلکې هرکلی یې وکړي ترڅو د امریکا دیجیټل سایبري امنیت او پرمختګ وهڅوي.

په یاده لیکنه کې راغلي چې د ځانګړو ګواښونو او ملي بیړني حالت له امله د امریکا په شرکتونو کې د چین مخابراتي سامان الات بند شوي دي. مګر رښتینی ګواښ په هوا وۍ هغه تورونه دي چې نه دي تائید شوي. دا به د سایبري امنیت د ادارې په برخه کې د مهم او عقلي دیالوګ په اړه د امریکا پروړاندې خنډ جوړ کړي. دا به د امریکا د تخنیکي او اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي چې ښایي ترلاسه کړای شی.

هغه وویل چې هواوۍ د نړیوالې څیړنې او دیزاین پنځم پانګوال دی چې د سایبر امنیت ۳۰ کلن ریکارډ او د نړۍ ۵۰۰ رضایت لرونکي پیرودونکي لري. دوی هیڅکله د هوا وۍ سامان الاتو په اړه له امنیتي ستونزو څخه شکایت نه دی کړی. ۱۰ کاله دمخه هوا وۍ په 5G څیړنه پیل کړی او په دې برخه کې یې څه دپاسه ۲ ملیارډه ډالره اچولې دي. د بریتانیا ترټولو لوی مخابراتي شرکت BT یو کارپوه وویل چې تر اوسه پورې هوا وۍ د نړۍ یوازنی G5 عرضه کوونکی دی.

هغه دې ته اشاره وکړه چې که حکومت پرې بندیز ولګوي نو سیالي به کمه شي، تولیدي لګښت به لوړ شي، د تصدیو پانګې به کمې شي او عمومي نوښت به هم کم شي. په بله خبره، مشتریان به د بدو تولیداتو او خدمتونو لپاره لوړه بیه ورکړي. په عین وخت کې د امریکا ځیني وړوکي شرکتونه به د هوا وۍ سامان الات له لاسه ورکړي او نوی سامان الات به واخلي چې اندازه به یې څو سوو ملیونو ډالرو ته ورسیږي. دغه وړوکي شرکتونه ښایي له دې امله دیوالي شي.

هغه پر دې ټینګار وکړ چې د بندیز په پرتله به دا ښه وي چې په جدي او پوره توګه د هغو شرکتونو سافت ویر کوډ software code وارزول شي. د نړۍ د تخنیکي مشر د حیثیت د لوړتیا لپاره امریکا باید له پرمختللو تخنیکي شرکتونو او لابراتوارونو سره همکارۍ وکړي او یو عیني بازاري معیار دې جوړ کړي چې له مخې یې باید پریکړه وکړي چې د کوم شرکت تخنیک د باور وړ دی یا نه دی. د ټولو پیرودونکو شرکتونو پرمخ یو شان جامع کار به چې له بندیز څخه بیخي جدا دي، د امریکا د سایبري امنیت او پرمختګ بیا وهڅوي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای