د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونو فيډرالي ادارې د مې په دوولسمه نېټه يو راپور خپور کړ. د دې راپور له مخې په ۲۰۱۸ کال کې په جرمني کې د پانګه اچوونکو بهرنيو شرکتونو شمېر ۲۰۶۲ و چې دا شمېر د پخواني ريکارډ په پرتله زياتوالی ښيي. په جرمني کې د چيني شرکتونو د پروژو شمېر درېيم مقام نيولی دی.
په ياد راپور کې راغلي چې تېر کال په جرمني کې د امريکايي شرکتونو د پروژو شمېر ۳۴۵ و چې لومړی مقام يې نيوه، د سويسي شرکتونو د پروژو شمېر ۲۲۹ و چې دوهم مقام يې نيوه. تېر کال په جرمني کې د چيني شرکتونو د پروژو شمېر ۱۸۸ و چې زياتره برخه د صوداګرۍ، پولي خدمتونو، د ماشينونو د توليد او تجهيزاتو پروژې او کارو بار يې د خرڅلاو او بازاري ملاتړ، د توليد او څېړنې، پرچون پلورنې او سوداګريزو خدمتونو چارې وې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |