د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کمبوديا ملي ستديوم د عمده جوړښت د بشپړېدو مراسم د مې په ۱۲مه نېټه د کمبوديا په پلازمينه پنوم پن کې تر سره شول چې دا د چين حکومت مرستندويه پروژه ده.
د کمبوديا د سيلانۍ وزير تهونګ کهون، په کمبوديا کې د چين سفارت د اقتصاد او سوداګرۍ مستشار لي ان، د کمبوديا د المپيک کمېټې او د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو اقتصادي همکاريو څانګې استازو په مراسمو کې ګډون کړی و.
تهونګ کهون وويل، چې دغه ستديوم به د کمبوديا د سپورتي او کلتوري چارو په پرمختګ کې ګټور رول ولوبوي او تاريخي ارزښت لري، هيله يې وښودله چې دغه پروژه به د کمبوديا او چين ترمنځ د دايمي دوستۍ شاهده وګرځي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |