د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د فضايي څېړنو سازمان په دې وروستيو کې خبر ورکړ چې هند به د روان کال د جولای له ۹مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د سپوږمکۍ بېړۍ د دوهم نمبر په نوم اکتشافي ماشين سپوږمۍ ته وتوغوي چې دغه ماشين به د ځان سره د ۱۴ پلټونکو سامانونو په وړلو سره د سپتمبر د ۹مې نېټې په شاو خوا کې د سپوږمۍ په جنوبي قطبي سيمې کې کښته شي.
د معلوماتو له مخې، که دغه ماشين د ټاکلي پلان سره سم په بريالۍ توګه د سپوږمۍ په جنوبي قطبي سيمې کې کښته شي، د هند د فضايي څېړنو سازمان به هغه لومړی ارګان وګرځي چې اکتشافي ماشين به يې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته رسيدلی وي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |