CRI Online

په چين کې د انټرنيتي ليکوالانو شمېر له ۱۴ مليونو تنو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-13 10:19:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د انټرنيتي ادبياتو د اوونۍ په نوم د دوهمې دورې فعاليت د مې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په هانګ جو کې تر سره شو. د چين د ليکوالو ټولنې د دې فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې د ۲۰۱۸ کال د چين د انټرنيتي ادبياتو تر عنوان لاندې شين کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې راغلي چې تر ۲۰۱۸ کال پورې د چين د ثبت شويو انټرنيتي ليکوالانو شمېر له ۱۴ مليونو څخه اوښتی دی او د هېواد په زياتره ځايونو کې د انټرنيتي ادبياتو ټولنې جوړې شوې دي.

په ۲۰۱۸ کال کې د رياليزم په اړه انټرنيتي ادبياتو ډېره پاملرنه راجلب کړې. په دې اړه اړوند اثار اوس تر ډېرې اندازې زيات شوي او زيات مشهور انټرنيتي ليکوالانو د دغو موضوعاتو ليکولو ته مخه کړې ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای