CRI Online

د جاپان د ياماناشي ګاکوين پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځی جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2019-05-13 10:32:21

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د جاپان د ياماناشي ګاکوين په پوهنتون کې د کنفوسيوس پوهنځي د جوړېدو مراسم د مې په دوولسمه نېټه تر سره شول. دغه پوهنځی په جاپان کې پنځلسم د کنفوسيوس پوهنځی دی.

دغه پوهنتون د جاپان يو مشهور شخصي پوهنتون دی. د دغه پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځی د دغه پوهنتون او د چين د شي ان ښار د ترانسپورټ پوهنتون تر همکارۍ لاندې جوړ شو. د ۲۰۱۸ کال په دسمبر مياشت کې دغو دواړو پوهنتونونو په رسمي توګه د کنفوسيوس پوهنځي د جوړېدو په هکله همکاريز تړون لاسليک کړ.

په جاپان کې د چين د سفارت د ښونيزو چارو څانګې مختار وزير هو جي پينګ وويل، د چين او جاپان د اړيکو د بيا عادی کېدو په مدار کې دغه پوهنځی جوړيږي او هيله يې څرګنده کړه چې د کنفوسيوس دغه پوهنځی به لومړۍ نړيواله کچه ولري.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای