CRI Online

د TikTokپه اپ کې مشهور سړی: کوچنی علی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-13 11:16:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شيځانګ د نغري ګونسا هوايي ډګر کارکوونکی ګاماشيچ د TikTok په نوم په هغه اپ کې ډېر مشهور دی کوم چې د ځيرک ټليفون له لارې په خپله جالبې ويډيوګاڼې او عکسونه اخيستل او ښودل کېدلی شي. هغه له هنر سره مينه لري او د ګيټار غږولو سره په سندرو ويلو کې هم تکړه دی. هغه د TikTok په اپ کې د کوچني علي په نامه ياديږي چې د ده لخوا اخيستل شوې لنډې ويډيو ګاڼو څه دپاسه لس زره مينوال راجلب کړي او د دغو ويډيوګاڼو د کليک اندازه له يو لکو نه اوښتې ده.

د علي په سيمه کې منځنۍ سطحه ۴۵۰۰ متره دی او ټول کال پکې هوا يخه وي. سره له دې چې د علي د ژوند شرايط ډېر سخت دي، خو ګاماشيچ په خپله دا احساس لري چې په دغه هوايي ډګر کې کار کول ورته نيکمرغي ده. هغه د علي په سيمه کې زيږيدلی او په کوچنيتوب کې يتيم شوی، له منځني ښوونځي څخه له فارغيدو وروسته يې د سوله ساتونکو او په ترافيکي چارو کې په مرستندويه ادارو کې د لنډ مهالي کارکوونکي په شمول دندې تر سره کړي دي. په ۲۰۱۰ کال کې د علي هوايي ډګر جوړ شو او ګاماشيچ په کې د کار فرصت تر لاسه کړ. د نهو کالو راهيسې د مشرانو او همکارانو تر مرستې لاندې علی په دغه هوايي ډګر کې اوس مهم کارکوونکی دی او د اطفائيې ډلې د مشر دنده پر غاړه لري. اوس هغه نه يوازې د علي په هوايي ډګر کې يو ښه کار لري، بلکې د يوې نيکمرغه او خوشاله کورنۍ لرونکی هم دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای