CRI Online

۳۷۰۰ داوطلبان به د اسيايي تمدنونو ديالوګ په کنفرانس کې خدمتونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-13 11:20:34

د بېجينګ ورځپاڼې د خبر له مخې، د اسيايي تمدنونو ديالوګ کنفرانس به د مې په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. خبريال په ۱۲مه نېټه د بېجينګ د کمونېستي ځوانانو سازمان له کميټې څخه خبر اخيستی چې د دغه کنفرانس ۳۷۰۰ داوطلبانو مسلکي روزنې بشپړې شوې او د تياريانو په حال کې دي. په دغو داوطلبانو کې اکثرو ځوانانو د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم فورم کې داوطلبانه خدمتونه تر سره کړي چې د داوطلبانو زياتو تجربو لرونکي دي.

د مالوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې عمومأ ۳۷۰۰ داوطلبان راغونډ شوي چې د چين د خبري رسنيو پوهنتون، د چين د جيالوجي پوهنتون او د بېجينګ د ژبو پوهنتون په شمول د ۳۹ پوهنتونونو او د شو ګانګ په شمول د دوولسو تصديو څخه ټاکل شوي. ۲۷۰۰ تنه مخکې په ياد فورم کې کارونه کړي چې د مهمو فعاليتونو د تامينولو زياتې تجربې يې راغونډې کړې او دا ځل به په لا زيات باور خدمتونه تر سره کړي. نور ۱۰۰۰ داوطلبان به د اسيا د هنري مېلو، ګرځنده نندارو او د خوندورو خوراکونو فېستيوال په فعاليتونو کې به خدمتونه وکړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای