CRI Online

شي جين پينګ: بېلا بېل تمدنونه د نړۍ د لا ښکلا سبب دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-13 15:02:06

پنځه کاله مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر لومړي ځل د م م د يونيسکو سازمان له مقر څخه ليدنه وکړه او وينا يې وکړه. هغه وويل، د نړۍ له ډېرو ځايونو څخه مې ليدنې کړې او تر ټولو د خوشحالۍ وړ کار دا دی چې د پنځو لويو وچو مختلف تمدنونه پېژنم. له پنځو کلونو راهيسې رئيس شي جين پينګ په ډېرو ځايونو کې د تمدن په اړه د چين نظرونه څرګند کړي. پنځه کاله وروسته، د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس به ژر په بېجينګ کې ترسره شي چې د اسيا ۴۷ هېوادونه او څه باندې دوه زره تنه استازي به پکې ګډون وکړي.

رئيس شي جين پينګ ويلي: په نړۍ کې څه باندې دوه سوه هېوادونه او سيمې، دوه زره پنځه سوه قومونه او څو ډوله مذهبونه شته. د بېلا بېلو هېوادونو تاريخونو او حالاتو مختلف تمدنونه رامنځته کړي او دغه مختلف تمدنونه د نړۍ د لا ښکلا سبب دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای