CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د تمدنونو ترمنځ ديالوګ د بېلابېلو هېوادونو د سولې مهم تضمين دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-13 20:13:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۱۳مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، دا د نړۍ د سولې او همغږۍ لپاره ډېر مهم دی چې هېوادونه د تمدنونو متنوع کېدو ته احترام کوي، د تمدنونو ترمنځ ديالوګ د بېلابېلو هېوادونو لپاره د سولې مهم تضمين دی. چين غواړي د اسيايي تمدنونو د ديالوګ کنفرانس له لارې د اسيايي تمدنونو اخلاق او جذابيت څرګند کړي او د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ تبادلو او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ دوستانه همکاريو ته وده ورکړي.

د يونان ولسمشر پروکوپيس پاولوپولوس چې په دې کنفرانس کې به ګډون ولري، په وروستيو ورځو کې له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، دا نظريه بيخي غلطه ده چې د تمدنونو ترمنځ شخړې شته. د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ ديالوګ، تبادلې او تفاهم د نړۍ د سولې بنسټ دی. يونان او چين لرغوني تمدنونه لرونکي هېوادونه دي، او د تمدنونو ترمنځ په ديالوګ کې به مهم رول ولوبوي.

په دې اړه ګنګ شوانګ وويل، چين د ولسمشر پاولوپولوس د دې نظريې ډېره ستاينه کوي. هر هېواد دا حق لري چې د خپل پرمختګ لپاره مناسبه لاره غوره کړي. بېلابېل هېوادونه بايد د مساوات، متقابلو زده کړو، ديالوګ او ورخلاصون په ډول تمدنونو ته وګوري او بايد له داسې نظريو څخه لاس واخلي چې ګواکې د تمدنونو ترمنځ شخړې شته او يا ځينې تمدنونه د نورو تمدنونو په پرتله ډېر غوره دي. چين غواړي د اسيايي تمدنونو د ديالوګ کنفرانس له لارې د اسيايي تمدنونو اخلاق او جذابيت څرګند کړي، او د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ تبادلو او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ دوستانه همکاريو ته وده ورکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای