CRI Online

له خپلې کورنۍ او هېواد سره د شي جين پينګ احساسات

cri     (GMT+08:00) 2019-05-13 20:46:45

د شي جين پينګ د کتاب پر المارۍ څلور جالب عکسونه لګېدلي چې د ده روزمره ژوند کې له خپل پلار او مور، مېرمنې او لور سره نيکمرغه شېبې ترې څرګنديږي.

د کورنۍ همغږې او هوسا کورنۍ ته نه يوازې د چين هېواد رهبر ، بلکې په دې هېواد کې ګڼې کورنۍ هم تمه لري.

شي جين پينګ د خپل پلار او مور د احترام کولو او د خپلې مېرمنې او ماشوم د پاللو په برخو کې نورو ته يوه نمونه ده. هغه وخت چې نوموړي د جه جيانګ ولايت د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د منشي په توګه دنده ترسره کوله، د يان ان سيمې يوه خبريال ته يې وويل :" زه هره ورځ خپلې مېرمنې(پنګ لي يوان ) ته يو زنګ وهم، له لسو زيات کالونه کېږي چې واده مو کړی او هره ورځ ورته زنګ وهم. " په چين کې هر کال له پسرلني اختر يوه ورځ وړاندې د چين د مرکزي تلويزيون يعنې د سي سي ټي وي په پرده د دغه اختر په وياړ هنري ننداره ترسره کېږي، پنګ لي يوان يوه سندرغاړې ده، نو هر کال به يې په دغه ننداره کې سندرې ويلې. هرکله به چې شي جين پينګ د دغې نندارې له پيل وړاندې په نورو ځايونو کې خپل کارونه پای ته ورسول، نو بېجينګ ته به ستون شو او په خپل کور کې به يې د تلويزون له لارې ياده ننداره کتله او ترڅنګ به يې جياو ځي (د منتو په شان يو ډول چيني دوديز خواړه) جوړول، وروسته له هغه چې پنګ لي يوان به خپله ننداره بشپړه کړه او بېرته به کور ته راغله، نو شي جين پينګ به ورته جياو ځي پاخه کړي وو او له هغې سره به يې يوځای خوړل.

هغه کورنۍ به له مينې څخه ډکه وي چې غړي يې د يوځای کېدو وخت له کموالي سره سره بيا هم هميشه يو بل يادوي او يو بل ته ډېره پاملرنه کوي. شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند له اته لسم ملي کانګرس وروسته په مهمو دولتي فعاليتونو کې له پنګ لي يوان سره يوځای ګډون کړی چې د چيني ملت هغه غوره عنعنه ترې ښکاري چې کورنۍ ته پاملرنه کوي.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۱۵ مه نېټه د شي جين پينګ د پلار شي جونګ شون د زېږېدو ۸۸کاليزه وه، په همدې ورځ د کورنۍ غړو يې نوموړي ته يوه مېلمستيا جوړه کړې وه، په هغه وخت کې شي جين پينګ په فو جيان ولايت کې د کمونېست ګوند د محلي کمېټې د منشي په توګه په خپلې دندې بوخت و، نو په دغه مېلمستيا کې هغه ګډون نه درلوده. هغه په بښنې سره خپل پلار ته په يو پيغام کې وليکل چې زما له زېږېدو څخه تر اوسه پورې زه او پلار او مور مې يو له بل سره ۴۸ کاله کېږي چې ملګري يو، د خپل پلار او مور په اړه مې پوهاوی او ورسره مې احساسات د وخت په تېرېدو سره لاپسې زيات او ژور شوي دي او له پلار څخه مې ډېر څه په ميراث اخيستي او ډېر څه مې ترې زده کړي دي.

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند له اته لسم ملي کانګرس وروسته د خپلو ويناوو پر مهال څو څو ځلې پر دې تاکيد کړی چې چينايان بايد د خپلو کورنيو وضعيت، ښوونې او فضا ته په درنه سترګه وګوري.

شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال د پسرلني اختر په درشل کې د چين د مامورينو او د تصديو، نورو لويو ارګانونو او سازمانونو له استازو سره د غونډې پر مهال وويل چې په زمانه او ژوند کې به هرڅومره بدلونه رامنځته شي، خو موږ بايد خپلو کورنيو ته پاملرنه وکړو، موږ بايد وضعيت، ښوونې او فضا ته په درنه سترګه وګورو او زموږ په هېواد کې ګڼ شمېر کورنۍ بايد د هېواد او قومونو د پرمختګ او ټولنيزې همغږۍ لپاره ټينګ بنسټ کېږدي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۶ کال د ډيسمبر په ۱۲ مه نېټه د چين د مدنيو کورنيو له لومړيو استازو سره د کتنې پر مهال وويل چې کورنۍ نه يوازې د انسانانو د وجود لپاره د استوګنې ځای دی، بلکې د روح لپاره يې د تسکين ځای هم دی. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې که د کورنۍ فضا ښه وي، نو د غړو پرمختيايي لارې به هوارې شي او ارام او هوسا ژوند به ولري، که دغه فضا بده وي، نو د دوی پر اولادونو به منفي اغېزې ولري او ټولنې ته به زيانونه ورسوي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۶ مه نېټه د چين د مامورينو، د تصديو، نورو ارګانونو او سازمانونو استازو ته د پسرلني اختر د مبارکۍ د وړاندې کولو ترڅنګ له ټولو څخه هيله وکړه چې له کورنيو غړو سره خپل صميمي احساسات د لرې واټن له امله قطع نه کړي، د بوختو دندو له امله يې هير نه کړي او د خپلو چارو د زيارونو له امله يې له پامه ونه غورځوي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۳ مه نېټه مامورينو او د تصديو، نورو ارګانونو او سازمانونو استازو ته د پسرلني اختر د مبارکۍ د وړاندې کولو پر مهال وويل چې د هېواد له بډای او پرمختګ پرته به هوسا او نيکمرغه کورنی ژوند ونه لري. همدارنګه د کورنيو له هوسا او نيکمرغه ژوند پرته به هېواد هم بډای او پرمختګ ونه لري. چينايان بايد له خپلو کورنيو او هم خپل هېواد سره مينه ولري او هره کورنۍ بايد د چيني ملت د لويې کورنۍ لپاره خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای