CRI Online

چین به د امريکا پر ځینو توليداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 08:43:25

د امريکا حکومت د ۲۰۱۹ کال د مې په ۹ نیټه اعلان وکړ چې د دغې میاشتې له ۱۰ نیټې څخه به د چین د ۲۰۰ ملیارډه امریکایي ډالرو په ارزښت پر تولیداتو ګمرکي تعرفې له ۱۰ سلنه څخه ۲۵ سلنه پورې لوړې کړي. د امریکا دغه عمل د چین او امریکا ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اصطکاک د شدت سبب شوی دی. چین د تجارت د څو اړخیز میکانیزم او خپلو قانوني ګټو د ساتلو لپاره دې ته اړ شو چې د امریکا پر ځینو تولیداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړي.

د چین د ولسي جمهوریت د بهرني تجارت قانون او صارداتي او وارداتي ګمرکي تعرفو قاعدې په ګډون د یو لړ قوانینو او اصولو له مخې د ګوند د مرکزي کمیټې او دولتي شورا په منظورۍ سره د دولتي شورا د ګمرکي مالیاتو د قاعدو کمیټې پریکړه وکړه چې د ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې له ۱ نیټې څخه به د امریکا د ۶۰ ملیارډو ډالرو په ارزښت پر هغو تولیداتو ګمرکي تعرفې چې تعرفې یې مخکې لوړې شوې وې، بیا په جلا جلا توګه ۲۵ سلنه ۲۰ سلنه او ۱۰ سلنو ته لوړې شي. خو د امریکا پر هغو تولیداتو ګمرکي تعرفې به چې د مالیاتو اندازه یې ۵ سلنه وه، په خپل حال وساتل شي.

د چین دغه تدبیر د امریکا یواړخیزم او د خپل کورني تجارت خودسرانه حمایت ته ځواب دی. چین هیله لري چې امریکا د سلامشورې میز ته راشي او له چین سره ګډ کوښښونه وکړي ترڅو چې د متقابل درناوي بر بنسټ د ګډو ګټو یو تړون ته ورسیږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای