د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د منځني ختيځ د سولې بهير په اړه د م م همغږي کوونکي نيکولا ملادينوف د مې په ديارلسمه نېټه په غزه سيمه کې له اړوندو خواوو څخه وغوښتل چې د اوسني اوربند د ټينګوالي او د غزې د حالاتو د ښه والي لپاره هڅې وکړي.
نوموړي وويل، چې په غزه کې د فلسطينيانو د ژوند ښه والی د فلسطين د ملي واکمن سازمان ، مصر او اسرائيلو په شمول د ټولو خواوو همکاريو ته اړتيا لري. د غزې د اوسېدونکو د ستونزو د کمولو په برخه کې د م م کارونه ښه روان دي، م م به له اړوندو خواوو سره د وضعيت د آرامېدو او د ټولو بشري مرستندويه پروژو د پلي کېدو لپاره دوامدار کوښښونه وکړي. پر غزې د بنديزونو لېرې کول د م م موخه ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |