د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د مې په ديارلسمه نېټه، د چين د معلوماتي کېدو چارو او د سافټوير د خدمتي چارو کاري سيمينار د نينګ شيا د هوې قوم د کورواکې سيمې په ين چوان ښار کې تر سره شو. د چين د صنعتي او معلوماتي چارو وزارت د معلوماتي کېدو چارو او د سافټوير د خدمتي چارو ادارې د تازه شمېرنې سره سم، پروسږ کال د چين د معلوماتي کېدو چارو او د ساقټوير د خدمتي چارو عمده عايد ۶۳۰۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی و چې د ۲۰۱۷م کال په نسبت ۱۴.۲ سلنه زياتوالی ښيي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |