CRI Online

م م په يوه غونډه کې له ځينو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې د همغږۍ له لارې د اوبو سرچينې اداره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 10:41:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د يونيسکو او د نړيوالو انرژيو د انټرنېټي پرمختګ او همکارۍ سازمان په ګډ کوربتوب د م م د اوبو سرچينو لومړۍ دوه ورځنۍ غونډه د مې په ديارلسمه نېټه د فرانسې په پاريس کې پرانيستل شوه چې موخه يې د اوبو سرچينو په اړه د ځينو څانګو د همغږۍ او ادارې له لارې د اوبو د دواملرونکې ډاډمنتيا او سولې تضمين دی.

د يونيسکو عمومي مديرې اودرې ازولای د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې هر چېرې چې د خوړو او انرژيو په توليدي بهير کې او يا په صنايعو او لوبوکې وي، ټول انساني عملونه پر اوبو تکيه کوي.د اوبو اداره او کنترول د انساني او ايکولوژيکي سيستم پر روغتيا اغيزه کوي او په يوه سيمه کې جنسي مساوات او د ښوونې او کلتور د متنوع کېدوحالت ښکارنديې کوي.د اوبو سرچينې د دواملرونکي پرمختګ د پرمخبيولو او د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې مهمې دي.

د نړيوالو انرژيو د انټرنېټي پرمختګ او همکارۍ سازمان رئيس ليو جن يا وويل چې اوس په نړۍ کې د اوبو سرچينو کارونه او پرمختګ له دريو لويو ننګونو سره مخ دی يعنې لومړی د اوبو د سرچينو د کارونې انډول ټيټ دی،دوهم د څښاک اوبو برابري لږه ده او د اوبو ککړتيا سخته ده.هغه پردې ټينګار وکړ چې د انرژيو نامعقولې پرمختيايي لارې چارې د څښاک اوبو د کمښت او د اوبو ککړتيا د سختوالي مهم عوامل ګڼل کيږي.د نړيوالو انرژيو د شبکې جوړونه،د انرژيو د پرمختيايي لارو چارو بدلون او د ټيټ کاربن او پاکو انرژيو پرمختګ د انرژيو مسئلې د حل وفصل لپاره بنسټيزه لار ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای