CRI Online

چين د پاکستان پر پرل کانټينټر هوټل ترهګريز بريد وغانده

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 10:56:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان په ګوادر کې پر پيرل کنتينټر هوټل باندې د ترهګرۍ له خوا بريد وشو. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ديارلسمه نېټه وويل چې چين دغه پېښه سخته غندې او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره به د پاکستان له کوښښونو څخه ملاتړ ته ادامه ور کړي.

نوموړي وويل چې چين ياده پېښه سخته غندې او په دې پېښه کې يې د پاکستانيانو پرمړينې خواشيني څرګندوي او د وژل شويو کسانو خپلوانو او ټپيانو ته يې د همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي.د معلوماتو له مخې د چيني اتباعو د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ور کول شوی.

هغه وويل چې د پاکستان امنيت ساتونکی ځواک پر وخت د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره لازم تدبيرونه تر سره کړي او د يادې سيمې او د چيني کارکوونکو او ارګانونو امنيت تأمين شوی دی. چين د پاکستان دغه کړنه ستايي او ور څخه مننه کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای