جانګ کای له خبریالې سره د مرکې په حال کې
۲۶ کلن جانګ کای د چين د ان هوی ولايت دی، ۵ کالونه کېږي چې نوموړی د چين په جنوب لويديځ د شي ځانګ سيمې د مرکز لاسا ښار په " ګونګ ګا" نړيوال هوايي ميدان کې کار کوي. په ۲۰۱۷ کال کې نوموړي ته د غوره کارونو له امله د چين د ملکي هوانوردۍ چارو په برخه کې د کمونيست ځوانانو ټولنې د غوره غړي په نوم افتخاري لقب ورکړل شو، دغه راز هغه څوڅو ځلې د شي ځانګ سيمې د هوانوردۍ په اداره کې د يادې ټولنې د غوره کادر په توګه هم ټاکل شوی دی.
جانګ کای په ۲۰۱۴ کال کې له پوهنتون څخه فارغ شو او په خپله خوښه د کار لپاره شي ځانګ سيمې ته ولاړ. هغه وايي، د دغې سيمې ځانګړې طبيعي منظرې د ده ډېرې خوښيږي، که څه هم په دې ځای کې د ژوند چاپيريال نسبتاً سخت دی، خو دا چاپيريال د خپلو وړتياوو د لوړولو لپاره ګټه لري. هغه د خپل پلار او مور يوازينی زوی دی،خو پلار او مور يې د ده له پرېکړې څخه ملاتړ کوي او دې ته يې هڅوي چې که څه هم زموږ څخه لرې يې، خو بيا هم د خپلو هيلو د پوره لپاره دې زيارونو ته دوام ورکړه.
جانګ کای د روان کال په لومړيو کې د سه چوان ولايت له هغې يوې نجلۍ سره چې د لاسا په هوايي ميدان کې هم کار کوي،واده وکړ او اراده يې کړې چې ځان په شي ځانګ سيمه کې د ملکي هوانوردۍ چارو لپاره وقف کړي.
جانګ کای له خپلو همکارانو سره د کار کولو په ترڅ کې
د جانګ کای او د ده مېرمنې ګډ انځور
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |