CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې خبرې اترې بايد د برابرۍ پر بنسټ وي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 15:11:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پر ځايي وخت د مې په ديارلسمه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره يوه ګډه مطبوعاتي ناسته جوړه کړه. يو خبريال له وانګ يي څخه د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو سلامشورو د راتلونکي په اړه پوښتنه وکړه.

وانګ يي په ځواب کې وويل، چې د چين او امريکا تر کوښښونو لاندې د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو اترو کې مهمې او رښتينې لاسته راوړنې تر لاسه شوې، د دې تر څنګ ستونزې لا هم شتون لري. په دغه وضعيت کې يو پر بل نيوکه کول بې ځايه دي او پر بلې خوا د مسئوليت اچول مناسب نه دي، د سختو فشارونو اچول به پر موًجه ځوابي بريدونو واوړي. د چين تدبيرونه نه يوازې د خپلو حقونو او ګټو د ساتلو په موخه دي بلکې د څو اړخيز تجارتي نظام د بنسټيزو اصولو د ساتلو لپاره دي.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې خبرې اترې د يو طرف لار نه ده او بايد د مساوات پر بنسټ تر سره شي. دغه نيت عاقلانه نه دی چې يوازې يوه خوا دې د بلې خوا غوښتنې ومني. چين بايد له هر يو هېواد سره په خبرو اترو کې د ملي حاکميت، د خلکو د ګټو او د ملي وقار پر ساتلو ټينګار وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای