CRI Online

د اروپايي ټولنې استازي امريکا ته اخطار ور کړ چې له ايران سره پوځي نښتې ونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 15:53:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازې فدريکا موغريني د مې په ديارلسمه نېټه په بروکسيل کې وويل چې اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو يې په همدې ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ته اخطار ور کړی چې امريکا بايد تر وسې پورې خپل زغم وساتي او له ايران سره له پوځي نښتو څخه ډډه وکړي.

پومپيو د مې په ديارلسمه نېټه له بروکسيل څخه ليدنه وکړه.نوموړې د همدې ورځې په شپه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د اروپايي ټولنې د بېلا بېلو غړو هېوادونو په استازيتوب يې پومپيو ته هغه نظر څرګند کړی چې موږ په ډېر کليدي حال کې يو، نو زموږ تر ټولو مسئولانه رويه دا ده چې بايد د دې حالت پر وړاندې تر خپلې وسې پورې زغم وساتو تر څو د پوځي شخړو د رامنځته کېدو مخنيوی وکړو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای