CRI Online

ايران ښايي په پوره توګه د دغه هېواد له ذروي تړون څخه ووځي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 15:54:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران خبري تلويزيون د مې په ديارلسمه نېټه خبر ور کړ چې د دې هېواد د اټومي انرژۍ سازمان وياند بهروز کمالوندي په همدې ورځ ويلي چې که د ايران ذروي مسئله بيا د م م امنيت شورا ته وړاندې شي، ايران ښايي په پوره توګه له دې تړون څخه ووځي.

نوموړي وويل چې که د دې تړون پورې اړوندې خواوې دغه مسئله د امنيت شورا ته بيا وړاندې کړي، نو معنی يې دا ده چې دوی به ياد تړون مات کړي. ايران به د ايرانيانو او د هېواد د ګټو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای