CRI Online

آغلی کيرون سکينير! مهرباني وکړئ چې (( مدنيت )) مه داغي کوئ!

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 17:06:32

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ طرحې مامورې کيرون سکينر په دې وروستيو کې د حيرانتيا وړ خبرې کړي او د هغې په قول د امريکا او چين جنجال د (( بېلو مدنيتونو او ايډيالوژيو )) ترمنځ يوه مبارزه ده. د زياتو مباصرو شخصيتونو په اند د نوموړې خبرې د نورو کسانو د پاملرنو د راجلبولو په غرض ناوړه او له حده زياتې څرګندونې دي او (( مدنيت )) يې داغي کړی دی.

سکينير ويلي، چې د امريکا او چين ترمنځ دغه سيالي د مدنيتونو ترمنځ د سختې نښتې استازيتوب کوي. اغلې سکينر د امريکا د هاروډ پوهنتون د سياست پوه ساموېل فيليپس هونتيګتون له خوا د مدنيتونو ترمنځ د ټکر د نظريو په اساس يادې څرګندونې کړې دي.

خو د مدنيتونو ترمنځ د ټکر په اړه د هونتينګتون د نظريو په سيستم کې د مدنيتونو ترمنځ شخړې د تشويق وړ نه دي، هغه غواړي د مدنيتونو ترمنځ د شخړو دغه حقيقت بيان کړي او لويديځ ته خبرداری ورکړي چې د خپل تمدن په وسيله دې نور تمدنونه نه بدلوي. نوموړی د مدنيتونو ترمنځ د ډيالوګ، تفاهم او همکارۍ ملاتړ کوي. خو اغلې سکينر په بد نيت سره د نوموړي د محتوياتو يوه برخه استعمال کړې چې ايا دا د هغې په بې علمۍ دلالت کوي او که تعصب لري.

په نړۍ کې يوازينی او واحد مدنيت وجود نه لري، په ښکلې نړۍ کې بايد بېلا بېل مدنيتونه شتون ولري. د مدنيتونو ترمنځ اصلي نښته نشته، هغه څوک چې د مدنيت په پلمه د شخړو تحريک غواړي، د سولې د مينوالو کسانو له لوري به له کرکې او رټلو سره مخ سره مخ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای