CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: چين هيڅکله خپله ژمنه نه ده ماته کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 20:45:54

چين د مې په ۱۴مه نېټه د تش په نامه د چين د دريځ د بدلون له امله د دغه هېواد او امريکا تر منځ په تجارتي سلامشورو کې د خنډ د رامنځته کېدلو په هکله نيوکه رد کړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ په همدې ورځ يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين تل خپلې ژمنې ته په درنه سترګه کتلي او له امريکا سره په اقتصادي او تجارتي سلامشورو کې يې ستر صميميت څرګند کړی دی او هېله يې څرګنده کړه چې امريکا له چين سره پر يو لوري ګام واخلي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې د چين او د دغه هېواد تر منځ د اقتصادي او تجارتي سلامشورو د ۹۵سلنې برخې د پای ته رسېدو په حال کې چين ځينې ژمنې نه دي عملي کړ. له دې څخه دا نظر پورته شوې او د دغې خبرې مانا دا ده چې چين په سلامشورو کې خپل دريځ بدل کړی او په سلامشورو کې يې خنډونه رامنځته کړي دي. په دې هکله وياند ګنګ شوانګ وويل، د سلامشورو په بهير کې د دواړو خواوو تر منځ د نظريو توپيرونه رامنځته کول ډېر عادي دي او دا د سلامشورو د دوام لامل دی. د سلامشورو د نه ختمولو او د هيڅ تړون د نه لاسليکېدو په حال کې څنګه ويلی شو چې چين له خپلې ژمنې څخه سرغړونه کړی؟ د چين او امريکا تر منخ د يوولسمې دورې په اقتصادي او تجارتي سلامشورو کې چا هميشه بدليږي؟ په پخوانيو خبرونو کې حقيقت موندلی شو. د تېر کال په مې مياشت کې دواړو خواوو د اقتصادي او تجارتي مسئلو په هکله زياتې ګډې نظريې تر لاسه کړې او په واشنګتن کې يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه. خو له څو ورځو راهيسې امريکا له دغو ګډو نظريو څخه سرغړونه کوي. چين هيڅ وخت د دريځ بدلول او له ژمنې څخه د سرغړونې خولۍ نه په سر کوي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای