CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند: بهرنيو سوداګرو د واقعي فعاليتونو له لارې خپلې رويې څرګندې کړي چې په چين کې سوداګريز چاپيريال ښه دی يا نه؟

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 20:42:21

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۱۴مه نېټه د چين او امريکا تر منځ د تجارتي مسئلو په هکله وويل، د امريکايي تصديو په شمول بهرنيو تصديو د خپلو واقعي فعاليتونو له لارې خپلې رويې څرګندې کړي چې په چين کې سوداګريز چاپيريال ښه دی يا نه؟ چين د بهرنيو تصديو هرکلی کوي چې په چين کې زياته پانګونه کړي او په مداومه توګه به بهرنيو پانګوونکو ته ثابت، عادلانه، شفاف او باوري سوداګريز چاپيريال برابر کړي.

د خبر له مخې، امريکا وايي: که چين او امريکا تړون لاسليک نه کړي، چين ته به سخت زياتونه ورسول شي. ځکه چې د امريکا تصدۍ به له چين څخه نورو هېوادونو ته نقل شي. ګنګ شوانګ وويل،د چين او امريکا د سوداګرۍ ټولنې لخوا خپور شوی راپور په چين کې د سواګريز چاپيريال د څارنې په هکله وايي چې د اکثرو تصديو په نظر په چين کې د پانګونې چاپيريال ښه شوی او ثابت دی. ۶۲سلنه تصدۍ په ټوله نړۍ کې د پانګونې په برخه کې لومړی او يا په مخکښو دريو ځايونو کې قرار لري.

ګنګ شوانګ وويل، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم فورم کې اعلان وکړ چې چين به په لوړه سويه د ورخلاصون لپاره يو لړ تدابير غوره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای