CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند:تجارتي جنګ نه يوازې نورو ته بلکې ځان ته هم زيانونه رسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 20:46:14

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۱۴مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې امريکا ته د صادرونکو توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي ګواښ په هکله وويل، د ګمرکي مالياتو زياتوال مسئله نه شي حلولی او تجارتي جنګ به نه يوازي نورو ته بلکې ځان ته هم زيانونه ورسوي. چين تجارتي جنګ نه غواړي، خو ترې ويريږي هم نه. موږ به هر بهرني فشار ته غاړه کېنږدو او د خپلو قانوني او عادلانه حقوقو او ګټو د ساتلو ټينګ هوډ او توان لرو.

ګنګ شوانګ وويل، امريکا د تېر کال په اپريل مياشت کې د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته د چين د صادرونکو توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي اعلان وکړ، له دې وروسته چين سمدستي قوي ځواب ورکړ. وروسته امريکا په پر له پسي ډول نوي ګواښونه وکړل او څو څو ځله يې په رسمي توګه له چين څخه د واردونکو توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تدابير غوره کړل، چين په ټينګار سره د امريکا له دغو کړنو سره په ټوله مانا مقابلې کړې دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای