CRI Online

د چين او امريکا تر منځ د تجارتي اصطکاک په هکله د يو خبر له تودو غبرګونونو څخه د چين ټينګ باور او ګامونه څرګنديږي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 21:02:50

د چين د ميډيا ګروپ د خبرونو خپرونې په نامه يو مشهور پروګرام کې د مې د ۱۳مې نيټې په ماښام د چين او امريکا تر منځ د تجارتي اصطکاک په هکله يو خبر خپور شو، ورپسې په چين کې دننه په چينايي ټولنيزو خبري رسنيو کې د انټرنيټ استفاده کوونکو يې په اړه تاوده غبرګونونه څرګند کړل. په دغه خبر کې د امريکا د تجارتي تسلط پر وړاندې د چين رويه ښودل شوې، که امريکا غواړي خبرې اترې وکړي، زموږ دروازه ورخلاصه ده، که امريکا غواړي له چين سره تجارتي جنګ وکړي، چين به ورسره مقابله وکړي. په چين کېدنه د انټرنيټ کارکوونکي يې په اړه وايي چې د چين رويه ټينګه او کلکه ده.

چين مخکې د امريکا د فشارونو پر وړاندې څرګنده کړې چې چين به د مرکزي ګټو او اصلي مسئلو په باره کې سازش ونه کړي او هر هېواد بايد له هغې هېلې څخه لاس واخلي چې چين به خپل ملي حکميت ته د زيانونو رسولو نتيجه ومني. په عين وخت کې له چين سره د خبرو اترو دروازه تل خلاصه ده. که څه هم چين په دغه دريځ څو څو ځله ټينګار کړی، خو د چين د ميډيا ګروپ په پروګرام کې د خپريدو او د نطاق د ځواکمن اواز له لارې په خلکو کې ډېر قوي غبرګونونه رامنځته شوي دي.

امريکا تل نړيوال عام افکار کنټرولوي، ډونالډ ټرمپ په خپلې ټويټر پاڼه هميشه خبرونه خپاروي چې له امله يې په نړيوالو خبري رسنيو کې د امريکا اوازونه ډېر اوريدل کيږي. د عامو افکارو ډګر جنګي ډګر هم دی، چين د ټلويزيون يو پياوړي پروګرام په وسيله خپله رويه څرګنده کړه، تر څو د امريکا د حکومت او خلکو په شمول نړيوالې ټولنې د چيني دريځ په هکله مالومات تر لاسه کړي. په همدې وخت کې د چين دغه دريځ د انټرنيټ استفاده کوونکو پراخ ملاتړ تر لاسه کړی او د مې تر ۱۴ مې نيټې پورې په ټولنيزو خبري رسنيو کې خپريږي. له دې څخه څرګنديږي چې چينايان د امريکا د تجارتي تسلط په وړاندې سره يو لاس دي او دا د غير معقولو غوښتنو پر ضد د چين ټينګ هوډ څرګندويي کوي.

چين د مې په ۱۳مه نېټه د امريکا تګلارې ته په ځواب کې له امريکا څخه د واردوونکو توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي په هکله تدبير غوره کړی. په ورته وخت کې نړيوال پولي بازار تنزلزلي حالت نيولی او د امريکا اسهامي بازار ګرافونه تر زياتې اندازې پورې ټيټ شوي دي. دا هم د دې څرګندويي کوي چې تجارتي جنګ نه يوازې د چين او امريکا بلکې د نړۍ لپاره ګټور نه دی. د دې موضوع د حل لپاره خبرې اترې يوازينې ټاکنه او همکارۍ يوازينې لاره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای