CRI Online

شي جين پينګ د سريلانکا له ولسمشر مايتريپالا سيريسنا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 21:16:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوي تالار کې د سريلانکا له ولسمشر مايتريپالا سيريسنا سره ليدنه وکړه. سيريسنا د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ په کنفرانس کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.
له نوموړي سره په خبرو کې رئيس شي جين پينګ وويل، چين په سريلانکا کې د تېرې مياشتې ترهګريز بريدونه په کلکو ټکو غندي او غواړي چې د دې هېواد له حکومت او خلکو سره يو ځای شي،له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له دغه هېواد څخه ټينګ ملاتړ کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد د توان لوړولو لپاره به مرسته وکړي، څو چې د خپل هېواد امنيت او ثبات وساتي.
سيريسنا وويل، له چين څخه مننه کوم چې سريلانکا څخه يې ټينګ ملاتړ کړی او تل يې د سريلانکا او چين ترمنځ اړيکو ته لومړيتوب ورکړی دی. سريلانکا غواړي چې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي پرمختګ او امنيتي همکارۍ ژورې کړي. 
(فرشته) 
 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای